جوزجان: د شمال زون د خبریالانو د ټولنې له خوا کنفرانس جوړشوی

په جوزجان ولایت کې د شمال زون د خبریالانو د ټولنې له خوا څه باندې شلوخبریالانو ته درې ورځینی امنیتي کنفرانس جوړشوی دی.

د شمال زون د خبریالانو د ټولنې مشرګلاب شاه باورازادۍ وویل، چې دا کنفرانس د خبریالانو د امنیت او کاري مصونیت لپاره جوړشوی څو خبریالان د راپورد جوړولو پر وخت خپل امنیت خوندي وساتي.

نوموړی زیاتوي چې د خبریالانو د امنیتي مصونیت کنفرانس لړۍ بهسرپل، فاریاب او یو شمېرنورو ولایتونو ته هم وغځول شي.