د رومانیا صدراعظم د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې خپله ماتې ومنله

د رومانیا صدراعظم ویکتور پونتا Victor Ponta د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې خپله ماتې ومنله.

پونتا وویل چې خپل سیال کلاوس یوهانیس Klaus Iohannis ته یې پرټیلفون د هغه د بریا مبارکي وویله.

له دې مخکې مقدماتي نتایجو د دواړو سیالانو په رایوکې ډېر لږ توپیر ښودلی و. پونتا د نوامبر په دوهمه نېټه د انتخاباتو په لومړي پړاو کې یوهانیس ډېر آسانه مات کړاو له پرونیو انتخاباتو کې مخکې په نظرپوښتنو کې هم مخکې و.

په خټه جرمن د فزیک استاد کلاوس یوهانیس مخکې د لرغوني سیبیو Sibiu ښار ښاروال و.

نوموړی به ترایان بسیسو Traian Basescu پرځای د رومانیا نوی ولسمشر وي.