په تخار کې ۱۸وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تخار ولایت کې په یوه نښته کې د اتلسو وسله والو طالبانو د مړینې او ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، پرون ماښام وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکزبرید وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې شپږ وسله وال مړه او دولس نور ټپیان شول.

بیان زیاتوي چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.