ولسمشر اشرف غني امنیتي چارواکو ته امر کړی چې په کابل کې د نننۍ انتحاري حملې په اړه چې هدف یې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وه؛ څیړنې وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني دغه حمله غندلې او هغه یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف بللې.
نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پرسړک د شکرې بارکزۍ پر موټر انتحاري حمله وشوه چې درې کسان په کې ووژل شول او د میرمن بارکزۍ په ګډون شل نور په کې ټپیان شول.
د کورنیو چارو زوارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حمله د یوه کرولا ډوله موټر په وسیله شوې.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې په دې برخه کې تحقیقات پیل شوي دي.
تر دا مهاله د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.