په رومانيا کې خلکو د ولسمشرۍ په دويم ځلي انتخاباتو کې رايه اچونه پيل کړه.
نظرپوښتنې ښيي چې د رومانيا صدراعظم، "ويکتور پونتا" تر خپل رقيب "کلاوس لوهانيس" مخکې دى.
لوهانيس د انتخاباتو په لومړي پړاو کې چې د نومبر پر دويمه وشول؛ مخکښ ګڼل کېده.
د انتخاباتو په اول پړاو کې د ښاغلي پونتا د رايو فيصدي تر لوهانيس لس فيصده زياته وه؛ خو نه و توانېدلى چې د بريا لپاره ٥٠ فيصده رايې راخپلې کړي.
د دويم ځلي انتخاباتو ګټونکى به د اوسني ولسمشر ترايان باسيسکو ځاى نيسي.