رضا: پاکستان د خپل کورني امن په خاطر له افغانستان سره همکارۍ ته اړ دى

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته يوويشت رسمي سفرونه وکړل؛ خو په افغانستان کې د دايمي سولې لپاره يې د پاکستان همکاري را جلب نه کړه.

ولسمشر اشرف غني د لومړي ځل لپاره پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان له حکومتي چارواکيو او سياسي مشرانو سره په سيمه کې د سولې او پرمختګ لپاره خبرې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخوانى سناتور رضا محمد رضا وايي؛ پاکستان د خپل کورني امن او له خپل پخواني دوست هېواد چين سره د دايمي تجارتي اړيکو په خاطر اړ دى چې په افغانستان کې هم د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.

له رضامحمد رضا سره پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په اړه په کوټه کې د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

رضا: پاکستان د خپل کورني امن په خاطر له افغانستان سره همکارۍ ته اړ دى