پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هغه اوازې رد کړې دي چې ګوندې د نوي حکومت پر وړاندې د یو سیاسي اپوزیسیون د جوړولو هڅې کوي.
نوي ولسمشر ته د واک تر انتقال وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې حامد کرزي ازادي راډیو ته وویل؛ افغانستان اپوزیسیون نه بلکې د افغانانو ترمنځ همکارۍ ته اړتیا لري.
ښاغلي کرزي یو وار بیا په افغانستان کې سوله د پاکستان او امریکا د اهدافو قرباني وبلله؛ خو په عین حال کې یې د سولې د هڅو بریالي کیدو ته هم هیلمندې وښوده.
د ازادي راډیو عمومي رییس اکبر ایازي له حامد کرزي سره مرکه کړې.
Your browser doesn’t support HTML5