د ګرجستان په پایتخت تیبلیسي کې پرون (شنبه) د اپوزیسون تر دیرش زرو زیاتو ملاتړو د روسیې د حکومت د پالیسۍ پر ضد او همدارنګه د ابخازیا او جنوبي اوسیتیا د بېلتون غوښتونکو پر ضد چې کرملین یې ملاتړ کوي؛ لاریون وکړ.
دې مظاهره چیانو چې د ګورجستان او اوکراین بیرغونه یې پورته کړي وو؛ له ځان سره یې هغه شعارونه هم لیږدول چې پرې لیکلي وو؛ "پوټین ودروئ".
دا کسان د ګورجستان د پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي په مشرۍ د ملي متحد غورځنګ د ګوند په غوښتنه لاریون ته راوتلي وو.
ساکاشویلي، خپله له مظاهره چیانو سره د ویډیويي اړیکې لارې په لاریون کې شریک شو او لاریون کوونکو یې نوم په شعارونو کې یادوه.
د ساکاشویلي د ګوند غړي، واکمن ګوند تورنوي چې د روسيې د هڅو پر وړاندې بې پروايي کوي او په پټه هڅه کوي چې ابخازیا او جنوبي اوسیتیا له روسیې سره یوځای کړي.