"په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۳ مجرمین د سړي تښتوونو، غلا او د الکولي مشروباتو د څښلو په تور نیولي دي.

د دې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د کابل ښار له بیلابیلو سیمو نیول شوي دي.

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې نن سهار د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.