د استرالیا په "بریسبن" ښار کې د نړۍ د شلو صنعتي هیوادو د مشرانو په غونډه کې په اکراین کې د روسیې د مداخلې مساله د اجنډا په سر کې ځای لري.
د شلو صنعتي هیوادو دا دوه ورځنۍ سرمشریزه نن پیلیږي.
د اوکراین د شخړو مساله مخکې د دغو مشرانو په اجنډا کې شامله نه وه او د راپورونو له مخې دا موضوع د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اروپایي ټولنې له مشرانو سره د اجنډا تر څنګ د یکشنبې په ورځ څیړله.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هم پرون بریزبن ته ورسید.