د انډونیزیا په ختیځ کې د څونامي د رامنځته کېدو خبرداری ورکړل شوی

وروسته تر دې چې د اووه اعشاریه درې ریښتر په کچه زلزله د انډونیزیا په ختیځ کې وشوه د پسفیک د څونامي مرکز د څونامي د رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.

د امریکا د جیولوجي د سرویې د مرکز په وینا دغه زلزله د سمندر دننه شپږ څلویښت کیلومتره لاندې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.