افغان ولسمشراشرف غني د یوهییت په مشرۍ نن سهاراسلام اباد ته رسیدلی دی

راپورونه وايي چې افغان ولسمشراشرف غني د یوهییت په مشرۍ نن سهارپاکستان پایتخت اسلام اباد ته رسیدلی دی.

له ارګه د جمعې په سهاریوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، اشرف غني به په دې دوه ورځني سفرکې د پاکستان له ولسمشر، صدراعظم او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو سره وګوري.

په خبر پاڼې کې ویل شوي چې د پاکستاني چارواکو سره به د ولسمشرغني خبرې اترې د اړیکو په ټینګیدو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا متمرکزې وې.

اسلام اباد ته په دې سفرکې له ولسمشر سره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ولسمشرځانګړی استازی احمد ضیا مسعود، د کابینې ګڼ شمېر سرپرست وزیران، د سولې د شورا د دارلانشا ریس او نور چارواکي ملګرې دي.

د له هغې را وروسته چې اشرف غني ولسمشر شوی پاکستان د نوموړي لومړنۍ او له هېواده بهر دریم سفر دی.

تردې مخکې ولسمشر غني سعودي عربستان او چین ته سفرونه کړي دي.