د لویدیځې افریقا په مالي کې د ایبولا د خپریدو د مخنیوي لپاره تدابیرسخت شوي

د لویدیځې افریقا هېواد مالي د ایبولا د ناروغۍ د یوې نوې پېښې له ثبتولو وروسته د دې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړي دي.

د مالي په سرحدونو کې وروسته له هغې دې هېواد ته د ورتلونکو روغتیايي معاینات جدي شول چې یوه پنځه ویشت کلنه نرسه په ایبولا ناروغۍ مړه شوه.

دې نرسې د ګیني د یو مسلمان امام درملنه کړې وه چې ایبولا ته ورته د ناروغۍ نښې یې لرلې.

د نومبرپه دیارلسمه نیټه په ایبولا ناروغۍ د همدې روغتیايي مرکز د یو ډاکتر اخته کیدل تایید شول.

د مالي په پایتخت باماکو کې تر 90زیات کسان دا مهال قرنطین شوي دي.

په مالي کې د ایبولا ناروغۍ لومړنۍ پېښه د یوی دوه کلنې ماشومې وه چې په ګیني کې په دې ناروغۍ اخته شوې او په اکټوبرکې مړه شوه.

په لایبریا کې بیا د دې هېواد ولسمشرې پرون هغه اضطراري وضیعت پای ته رسولی چې د اګست په میاشت کې د ایبولا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره لګول شوی و.

له دې سره داسې نښې ښکاري چې په دې هېواد کې د ایبولا ناروغي کنترول شوې. خو نوموړې پردې سربیره هم له خلکو غوښتي چې هوښیار واوسي.

په لایبریا کې د ایبولا ناروغۍ په دې وروستیوکې د درې زرو په شا او خوا کې کسان وژلي دي.