د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وایي، د روسیې دا پلان چې د شمالي امریکا لورته جنګي الوتکې استوي، نه شي توجیه کیدای.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون وویل:
″موږ فکرنه کوو چې په اوسني وضعیت کې د ارام سمندرپه لویدیځ کې، د اطلس سمندرپه ختیځ کې، د کربین له ټاپوګانو سره او د مکسیکو په خلیج کې دا ډول اضافي الوتنو ته اړتیا وي او توجیه ورته ولرو.″
تردې مخکې د روسیې تاس اژانس د دفاع وزیرسرګي شویګو په وینا خبر ورکړی و چې د چهارشنبې په ورځ یې ویلي وو، روسیي الوتکې به د خپل هېواد د امنیت د ډاډ لپاره په دې سیمو کې ګزمه وکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویانده وایي، واشنګټن پوه شوی دی چې روسیي الوتکو د شمالي امریکا خوا ته الوتنې کړې دي خو له نړېوالو قانونو څخه یې سرغړونه نه ده کړې.