ننګرهار: پربهرنیو ځواکونو دویم ځانمرګي برید کې دوه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار ولایت کې پربهرنیو ځواکونو دویم ځانمرګي برید کې دوه ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډيو ته ويلي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا یولسم نیمې بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د یولسمې ويالې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو کاروان ته نږدې د یوه سرف ډوله موټر په وسيله ځان وژونکی برید شوی.

عبدالزی وايي، دوی ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې بهرنیو ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي يوازې د پيښې په ځای کې یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي دی.

د ویلو ده، چې دا دویم ځان وژونکی برید دی، چې د بهرنیو ځواکونو پرکاروان ترسره کیږي، له دې پيښې وړاندې نن سهار شاوخوا نهه بجې هم د همدې ولسوالۍ د رینګ روډ په ساحه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان برید شوی و، چې د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په دې برید کې د یادو ځواکونو یوازې یو موټر تخریب شوی.

وسله والو طالبانو د دواړو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی او زیاته کړې ده، چې په لومړې پيښه کې يې دوه ټانګونه او دولس تنو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او په دویم برید کې د شپږو بهرنیانو د وژلو ادعا کوي.

ننګرهارـ شاه محمود شينواری