ننګرهار: په بهسودوکې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې

د ننګرهارامنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وایي، چې حمله نن له غرمې مخکې د یو زرنج موټر سایکل په وسیله شوې چی چاودیدونکي مواد په کې بار وو.

نوموړي بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده.

تراوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پیښې مسولیت په غاړه اخستې او ادعا یي کړې چې په حمله کې د بهرنیو دوه ټانکونه ویجاړ او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.