سامانتا پاور: روسیه د سولې خبره کوي خو د اکراین په ختیځ کې د جګړې اور بل ساتي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرسامانتا پاور وویل، روسیه د سولې خبره کوي خو د اکراین په ختیځ کې د جګړې اور بل ساتي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې جین ساکي په واشنګټن کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه خپله اندیښنه د روسیي د بهرنیوچارو وزیر ته په ډاګه کړه:

″د بهرنیو چارو وزیر جان کري دغه راز نن د روسیي د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړې.

دوی د ایران او د پنځو جمع یو هېوادونو د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

خو دوی همدا شان د اوکراین په اړه او هم په دې اړه چې موږ هلته د کړکیچ د زیاتیدو په اړه اندیښمن یو، خبرې وکړې.″

نړېوال څارونکي وایي چې دوی د روانې میاشتې له اتمې نیټې راهیسې بې نښانه او علامو پوځي قواوې لیدلي چې د بیلتون پالو سنګرونه پیاوړي کوي.

په دې کې د الوتکۍ ضد توغندیو جزوتامونه هم شامل دي، هغه وسله چې د سپټمبر د پنځمې پرټینګ شوي اوربند د څار لپاره د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان پر بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.