د ملګروملتونو د امنیت شورا د اوکراین د کړکیچ په اړه بیړنی غونډه وکړه

د ملګروملتونو د امنیت شورا د اوکراین د کړکیچ په اړه بیړنی غونډه وکړه خو یو ځل بیا یي له دې پرته چې د ملګرو ملتونو چارواکو د دې هېواد په ختیځ کې د بشپړې جګړې د پیلیدو خبرداری ورکړ، کوم اقدام ونه کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین د بحران په اړه دغه غونډه چې دا یي ۲۶ غونډه وه په داسې حال کې جوړیږي چې تر غونډې څو ساعته مخکې د ناټو یوه لوړ پوړي چارواکي وویل چې دغه سازمان تایید کړی چې د روسي ټانکونو، توپونو او د هوایي مدافع د جزتامونو کتارونه له روسیي څخه د اکراین ختیځ د بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمي ته ننوتلي دي.

روسیي دغه ادعا رد کړې او ویلي یي دي چې په دې اړه هیڅ شواهد نشته چې د دې هېواد ځواکونه دې د اوکراین ختیځ ته ننوتلي وي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د روسیي پر ضد کوم پریکړه لیک وړاندې نه کړ. روسیه چې د امنیت شورا دایمي غړې ده د پریکړه د ویټو کولو حق لري.