اذربایجان: بیلتون غوښتونکو نګورنو قره باغ ته نژدې یوه هیلوکوپټره نسکوره کړې

د اذربایجان پوځ وايي، بیلتون غوښتونکي سیمې نګورنو قره باغ ته نژدې یې یوه ( مي ۲۴) جنګي هیلوکوپټره نسکوره کړې ده. راپورونه وايي، درې کسان په کې وژل شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د ازربایجان د دفاغ وزارت په یو بیان کې وویل، د دوی ځواکونه ماسپښین مهال د ارمني پوځ د ( مي ۲۴) هیلوکوپټرې له خوا تربرید لاندې راغلل.

په بیان کې ویل شوي چې ازري ځواکونو په ځوابي ډزو کې هیلکوپټر را وغورځاوه.

د ازربایجان د دفاع وزارت په دې پېښه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په ننګورنو قرباغ بیلتون غوښتونکې سیمې کې چې ارمني نژاده په کې واکمن دي ” له ځان څخه د دفاع ځواک“ په نوم ادارې ویلي، یوه هیلوکوپټره یې چې د روزنې په ماموریت بوخته وه نسکوره شوې ده.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د بیلتون غوښتونکو چارواکو له خولې ویلي چې درې کسان وژل شوي دي.

دوی همدارنګه ویلي چې الوتکې د ازربایجان ځواکونو ته کوم ګواښ نه وو پېښ کړی.

د ارمنیا په ملاتړبیلتون پالو د ۱۹۹۰ م کال په جګړه کې نګورنو قره باغ سیمه له ازربایجان څخه ونیوله.