د سارک د غړیو هېوادونو د فرهنګي مرکزپه توګه د بامیان ښار د چمتوالي په لړکې نژدې پرڅلوېښتو پروژو کار پیلیږي.
د افغانستان د وزیرانو شورا پریکړه کړې چې د افغانستان بېلابېل وزارتونه به په ۲۰۱۵ م کال کې په بامیانو کې په دې اړه د مراسمو ترجوړیدو اړوند پروژې بشپړوي.
د بامیان سرپرست والي غلام علي وحدت پرون خبریالانوته وویل، په بامیان کې په دې اړه د چمتوالي کمیسون پریکړه کړې ده چې هروزارت به د پلان سره سم دوه یا درې پراختیايي پروژې بشپړوي، څو بامیان د سارک د کلتوري مرکزپه توګه د پرانیستې مراسموته چمتو شي.
د نوموړې په وینا د فرهنګي مرکز او د بامیانو د موزیم د ودانیو جوړول باید زر تر زره پیل شي.
د بامیانو سیمه ییز چارواکې همدارنګه وايي، د مالیې وزارت هغه پنځه سوه زره امریکايي ډالرلاهم نه دي ورکړي چې د وزیرانو د شورا د پریکړې له مخې باید د پرانیستې د مراسمو په چمتوالي ولګول شي.
سارک د جنوبي اسیا د هېوادونو د همکارۍ سازمان دی.