د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په هغو لیرو پرتو سيمو کې، چې پخوا په کې د دوی فعاليتونه ټکني وو اوس د ولس په همکارۍ امنيتي وضعيت ښه شوی او دوی خپل فعاليتونه زيات کړي دي.
د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمي اورياخېل ازادۍ راډيو سره په دې اړه په یوې ځانګړې مرکه کې وويل:
”په هغو ساحو کې چې موږ په کې مخکې فعاليت نه شوای کولای اوس يې وضعيت د خلکو او ولسونو په همکارۍ دومره ډاډمن شوی دی چې هرڅوک خپلې سيمې ته ځي او ان زموږ حکومتي کسان په هغو سيمو کې په ازادانه ډول ګرځي.″
نوموړي دا هم وويل، د خلکو دومره زيات ملاتړ، چې له خپل حکومت سره يې لري، په دې ولايت کې د پوليسو د جلب او جذب په پروسه مثبت اغېز کړی دی.