په بغلان کې د ښځو لپاره یو تفریحي باغ جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شو

د بغلان په مرکزپلخمري کې د ښځو لپاره یو تفریحي باغ جوړ او د استفادې وړ وګرځېدو.

د بغلان د ښځو چارو د ریاست مشرې خدیجې یقین ازادۍ راډیو ته وویل، دا باغ په لس جریبه ښیرازه ځمکه جوړ شوي او په یو وخت د زرو تنو ګنجایش لري.

مېرمن یقین وویل، چې دغه باغ د آغا خان د پراختیايي بنسټ په مالي مرسته د څلویښت میلیونو ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.