مېرکل: برلین او اسلام اباد لېوال دي چې په خپلو کې دوه اړخیز اړیکي پیاوړي کړي

د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل وايي، برلین او اسلام اباد لېوال دي چې په خپلو کې دوه اړخیز اړیکي پیاوړي کړي.

مېرمن مېرکل پرون له خپل پاکستاني سیال له نوازشریف سره په برلین کې ترکتنې وروسته وویل، جرمني غواړي په پاکستان کې او په تېره د انرژۍ په سکټور کې پانګونې زیاتې کړي.

د جرمني صدراعظمې زیاته کړه، د جرمني دولتي بانک د برېښنا د بند د جوړولو په ګډون په بېلابېلو پرژو کې فعالیت لري خو دې دا یادونه هم وکړه چې امنیت هلته کله ناکله ښه نه وي.

نوازشریف چې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په مقصد د دوشنبې په ورځ برلین ته ورسېد وویل چې جرمني کمپنیو د پاکستان د انرژۍ له سکټور سره سخته لېوالتیا وښوده.

مېرمن مېرکل د نوبل د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم وستایله او هغه یې د پاکستان هویت وبلله.