هان: څرګنده ده چې پر روسيې لګول شويو بنديزونو کې به هيڅ ډول کمی نه راځي

د اروپايي اتحاديې د ګاونډ کمشنر، جوهانس هان وايي، دا په بشپړه توګه څرګنده ده چې د اروپايي اتحاديې له خوا پر روسيه په لګول شويو بنديزونو کې به هيڅ ډول کمی نه راځي.

هان د ازادۍ راډيو مرکزي څانګې ته ويلي چې د منسک د توافقې له لاسليک او د اوربند له پيله وروسته، اروپايي اتحاديې پردې خبرې پيل کړې چې ايا اوس هغه وخت را رسېدلی چې پر روسيه خپل بنديزونه ورو کړي، خو په ختيځ اوکراين کې د روسيې وروستيو فعاليتونو اروپايي اتحاديه دې ته اړه کړه چې دې موضوع ته بيا کتنه وکړي.

جوهانس هان زياته کړه چې د اروپايي اتحاديې ځيني غړي هېوادونه پر روسيه د لا سختو بنديزونو غوښتنه کوي.

د اروپايي اتحاديې د ګاونډ په برخه کې کمشنر وويل چې پلان لري د عيسويانو د اختر يا کرسمس مخکې اوکراین ته ولاړ شي.

هان وويل، هغه غونډه به، چې ټاکل شوې وه په اوکراين کې د مرستندويه هېوادونو ترمنځ د روان کال په پای کې وشي، په ۲۰۱۵م کال کې کيږي.

د ده په وينا، بروکسل اوس په دې اړه يوې روښانې ستراتيژۍ ته سترګې په لاره دی چې واضح کړي، په اوکراين کې دا مرستې باید په کومو برخو کې وشي.