چین به د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ غونډه جوړه کړي

چين پېشنهاد کړی دی چې د سولې د مذاکراتولپاره به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ غونډه جوړه کړي. دا د افغانستان په چاروکې د چين د علاقمندۍ وروستۍ بېلګه ده.

له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په مقصد د غونډې په اړه خبرې، دې هېواد ته د جمهورريس غني د وروستي سفر پرمهال د استانبول د پروسې په غونډه کې وشوې.

د جمهورريس غني يوه سلاکار رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د دې غونډې په اړه د چين له خوا تراوسه رسمي اعلان ځکه نه دی شوی چې ولسمشرغواړي وګوري چې ایا پاکستان او طالبان به په داسې غونډه کې برخه واخلي او که نه.