د جرمني صدراعظمې د افغانستان د نوي حکومت او پاکستان ترمنځ د همکاريو هرکلی کړی دی.
د جرمني صدراعظمه انګيلا مېرکل په برلين کې په يوه خبري غونډه کې، چې په کې د دې پاکستاني سيال نوازشريف هم ګډون درلود، ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ د طالبانو پرضد په مبارزه کې ګټورې ګڼي.
مېرمن مېرکل زیاتوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوه ګډه کړن لاره د تروريزم پرضد د مبارزې د برياليتوب لومړی شرط دی.
مېرمن مېرکل زياته کړه، نړۍ د تروريزم له تهديد سره مخامخ ده او پاکستان اوس هم د تروريزم پرضد په مبارزه کې ډېره قرباني ورکړې ده.
مېرکل وويل چې باورلري د تروريزم پرتهديد به برلاسی وموندل شي.
د افغانستان او پاکستان د همکاريو په اړه د مېرمن مېرکل هيلې په داسې وخت کې څرګنديږي چې د پاکستان د استخباراتو ريس رضوان اختر د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او د افغان چارواکو سره يې د دواړو هېوادونو د استخباراتي همکاريو په اړه خبرې وکړې.