د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر روسیه تور پورې کړ چې د اوکرایین د حکومت مخالفو بیلتون غوښتونکو ته یې وسلې او ټانکونه ورکړي دي.
دې ادارې پرمسکو ږغ وکړ چې په اوکراین کې بل شوي اور ته دې لمن نه وهي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون وویل چې واشنګټن د اوکرایین په دونباس ښارکې د جنګي تجهیزاتو زیاتیدل، اوکرایني بیلتون غوښتونکو ته د روسي وسلو او ټانکونه رسیدل غندي.جین ساکي وویل:
″موږ بیلتون غوښتونکو ته د ټانکونو او درنو وسلو د رسیدو له مخې، په دونباس کې د روسیې د پوځي تجهیزاتو زیاتیدل غندو. په وروستیو ورځو کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي د روسيې د موادو، درنو وسلو او ټانکونو د سترو کاروانو د ورتګ شاهدان وو چې دونیڅک هوايي ډګر ته په نږدې سمیو کې جګړه ورسره شدیده شوې او بیلتون غوښتونکي تر هغو لیکو چې په منسک کې موافقه پرې شوې وه، اوښتي دي.″
پرون د اروپا د امنیت او همکارۍ شورا وویل چې د دوي څارونکي، د دونباس په هغو برخو کې چې د بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي، د درنو وسلو او ټانکونو د زیاتیدو شاهد وو.