کندز: مخالفینو د کندز ــ تخار د لوې لارې پر سر یو شمېرافغان پوځیان له موټره کښته کړي

چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو د کندز ــ تخار د لوې لارې پر سر یو شمېرافغان پوځیان له موټره کښته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

د کندز د خان اباد ولسوال حیات الله امیري ازادۍ راډیو ته وویل، دغه درې پوځیان نن سهار پنځه بجې د وسله والو مخالفینو له خوا چې د ملي اردو یونیفورم یې په تن وو، د یادې ولسوالۍ په چهارسري سیمه کې له بس موټر نه کښته کړې او له ځان سره یې بیولي دي.

ښاغلي امیري زیاته کړه چې دغه سرتیري د تخار ولایت څخه د کندز په لور روان ول چې د یادې پېښې سره مخ شول.

دی وايي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي څو تښتول شوي سرتیري د وسله والو مخالفینو څخه راخلاص کړي.