د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما له خپل روسي سیال سره وکتل

د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما په پیکنګ کې د اسیا - پاسفیک مشریزې غونډې په څنګ کې د روسیې له جمهوررئیس ولادمیرپوتین سره وکتل چې د یوه جګ پوړې امریکایي په وینا، دا کتنه ډیره لنډه وه.

امریکایي چارواکي چې نوم یي نه دی په ډاګه شوی د دوشنبې په ورځ وویل، جمهور رئیس بارک اوباما او ولادمیر پوتین په دې لنډه کتنه کې د مسایلو د بحث لپاره وخت نه درلود.

دواړه مشران د اوکراین د ختیځ په جګړوکې د روسیې د اغیز او د سوریې د جمهوررئیس بشارالاسد له رژیمه د کریملین د ملاتړله امله په خپلو کې ژور مخالفت لري.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د امریکا او روسیې د جمهورو رئیسانو د کتنې په اړه بیا وایي، بارک اوباما لومړی پوتین ته سلام ورکړ او هغه ورته ځواب ووایه او وروسته دواړو مشرانو خبرې وکړې.

اژانس وایي، دې کتنې یوازې پنځه دقیقې دوام وکړ.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف وایي، د کتنې په اړه معلومات نه لري.