د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني وایي، ټاکل شوې چې هېواد په اتو اقتصادي او پراختیایي حوزو وویشل شي، ترڅو په پراختیا کې د هر ولایت ونډه څرګنده شي.
ښاغلي غني دا مساله پرون د افغانستان د پنځو لویدیځو ولایتونو، هرات، فراه، غور، بادغیس او نیمروز له استازو سره په کتنه کې یاده کړه.
د ارګ په دې کتنه کې د لویدیځو ولایتونو استازو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې جمهوررئیس غني ته بیان کړې او په حل کې یي د حکومت د لا پام لرنې غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، جمهوررئیس اشرف غني د غونډې ګډونوالو ته وویل، حکومت د افغانستان د ټولو ولایتونو د اقتصادي او پراختیایي ودې پلانونه لري او جنوب لویدیځه حوزه د زیات اهمیت وړده.