اشرف غني: له نړېوالو مرستو څخه د سمې ګټې اخیستنې په مقصد د حساب ورکوونې یو منظم سیستم به جوړ کړو

د افغانستان جمهوررئیس اشرف غني وایي، حکومت پتییلې چې له نړېوالو مرستو څخه د سمې ګټې اخیستنې په مقصد د حساب ورکوونې یو منظم سیستم جوړ کړي.

ښاغلي غني دا خبره تیر ماښام په افغانستان کې د نړېوال بانک له رئیس ښاغلي باب ساوم سره په کتنه کې وکړه.

ښاغلي ساوم جمهوررئیس غني ته په افغانستان کې د نړېوال بانک د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د دې بانک د اوږدې مودې ژمنو ډاډ یي ورکړ.

جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني په غونډه کې وویل، د افغانستان نوی حکومت له نړېوال بانک او نورو مرستندویانو سره د مهمو سکتورونو په پیژندګلوۍ کې همکارۍ ته لیوال دی، ترڅو د افغانستان اقتصاد وده وکړي.