د جوزجان سوداګرۍ ښځې د دوی د لاسي تولیداتو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي

د جوزجان ولایت سوداګرۍ ښځې د دوی د لاسي تولیدانو او صنایعوو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.

د دغه ولایت د سوداګرو ښځو ټولنې په دې اړه اندیښنه څرکنده کړې او وایي، دولتي چارواکي او مربوطه مرستندویه ادارې له دوی څخه ملاتړ نه کوي.

د دې ټولنې مشره جمیلې محمدي ازادۍ راډیو ته وویل، تر دوومیاشتو پورې په دغه ولایت کې د سوداګرو ښځو شمېر اوویاو ته رسیده چې اوس مهال درې برابره کم شوي دي.

نوموړې وایي، د دغه ولایت سوداګرو میرمنو تردې مخکې د شبرغان ښارپه مارکیټ کې شپیته دوکانونه درلوده چې غالۍ، پردې، خامکي جامې او یو شمېرنور د کور لوازم به یي خرڅول خو اوس ددغه دوکانونو شمېر شلو ته را کم شوي دي.

میرمن محمدي وایي، له دې سره د کورنیو اقتصاد ته هم زیان رسیږي او ښځې زړه نه ښه کوي چې په سوداګرۍ کې برخه واخلي.