د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، د وریښمو د لار په جوړیدو سره به د افغان سوداګرو ترانزیتي ستونزې سل په سلو کې هواري شي.
د دغه وزارت مرستیال متصل کومکي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د چین حکومت دغه اقدام چې غواړي په افغانستان کې د وریښمو پرلار شپاړس عشاریه درې میلیارده ډالره پانګونه وکړې وستایه او زیاته یې کړه چې افغان حکومت به هم د دې پروژې په پلي کولوکې لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي کومکي زیاته کړه چې د وریښمو د لارې رغول د افغانستان لپاره لوی اقتصادي ارزښت لري او له دې لارې به د افغان سوداګر او صنعتکارانو ترانزیتي ستونزې حل شي:
″دغه لار ډيره اړینه ده او د افغانستان لپاره ډير ارزښت لري، دغه لار د افغانستان په زړه کې تیریږي او دنیا به د افغانستان له طریقه سره وصل شي، که چېرې د سوداګرۍ دغه لار جوړه شي زموږ ترانزیتي ستونزې به سل په سلو کې هوارې شي او د نړۍ هرملک ته چې وغواړو صادرات او واردات کولای شو.″
د ښاغلي کومکي په خبره په دغه لارکې به د اورګاډي پټلۍ د ګازو د نل لیکي لپاره ودانۍ جوړې او د بریښنا مزې به هم وغځول شي.