ولسمشر غني د روانې اوونۍ په پای کې پاکستان ته ځي

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو ښه کولو په نيت پاکستان ته لاړ شي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د روانې اوونۍ په پاى کې پاکستان ته سفر کوي چې د دغه هېواد لوى درستيز راحل شريف تېره اوونۍ افغانستان ته سفر کړى و او له دې مخکې محمد اشرف غني سعودي عربستان او چين ته سفر درلود.

د افغانستان ولسمشر به له وسله والو طالبانو سره د سولې پر خبرو هم له پاکستاني چارواکو سره بحث وکړي.

چارواکي وايي، چين او سعودي عربستان ته د ولسمشر سفر په غيرمستقيم ډول پر پاکستان د فشار راوستلو لپاره و چې وسله ړوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د ولسمشر د وياند مرستيال فايق واحدي ازادۍ راډيو ته وويل چې له پاکستان سره دوستانه او ښې اړيکې د افغانستان په ګټه دي او د ولسمشر په دې سفر کې به د دغو اړيکو پر ټينګښت خبرې وشي.

فايق واحدي وايي، د ولسمشر د سفر اجنډا پر هغو مسايلو ټينګار کول دي چې د پاکستان لوى درستيز تېره اوونۍ په کابل کې له افغان ولسمشر سره مطرح کړل او په ځينو مسايلو کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه؛ د ساري په توګه د سولې او ثبات په ټينګښت کې د پاکستان صادقانه مرسته:

”د پاکستان لوى درستيز د خپل هېواد د ټولو پوځيانو په مشري افغانستان ته ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د سولې او ثبات په ټينګښت کې به له افغانستان سره همکاري کوي او هېواد يې له افغانستان سره د اړيکو نوى فصل پرانيزي.“

راپورونه وايي، له کله چې نوي حکومت د سپټمبر په وروستيو کې د وفادارۍ لوړه وکړه؛ د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوې دي.

افغان چارواکي وخت ناوخت تور لګوي چې د ناامنيو په زياتو پېښو کې د پاکستان استخباراتي ادارې لاس لري. دا هغه مساله ده چې پاکستان يې تل ردوي.

د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزي والسټريت ژورنال ورځپاڼې ته ويلي؛ افغانستان له ګاونډي هېواد پاکستان سره صادقانه همکاري او دوستي غواړي.

د ده په خبره د محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نواز شريف ترمنځ خبرې به پر اقتصادي اړيکو او امنيتي همکاريو متمرکزې وي.

د امريکا د دفاع وزارت د هغه راپور له مخې چې په وروستيو کې کانګرس ته لېږل شوى؛ وسله وال طالبان د پاکستان له قبايلي سيمو او بلوچستان ايالت نه د افغانستان پر ختيځو او جنوبي سيمو د خپلو بريدونو لپاره کاروي.

د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې په حواله؛ که څه هم د دوبي په موسم کې د پاکستان پوځ له شمالي وزيرستانه چې له افغانستان سره پر پوله پرته قبايلي سيمه ده؛ د وسله والو طالبانو د ايستلو لپاره پوځي عمليات وکړل؛ خو ورځپاڼه ليکي چې پاکستان لا هم د خپل رقيب هند د ځپلو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو د کمزوري کولو لپاره د نيابتي ځواکونو يا د افغانستان مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. خو پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

والسټريټ ژورنال ورځپاڼه ليکي؛ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې تر يوه حده ترينګلې وې. ده په پرله پسې ډول پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورناوه.

اوس به وکتل شي چې دغه اړيکې د محمد اشرف غني د واکمنۍ په موده کې څومره سمېږي.