د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوې چاودنې دوه ملکیان ټپیان کړل

د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوې چاودنې دوتنه ملکیان ټپیان کړل.

د پینځمې امنیتي حوزې یو مسوول د نوم د نه ښودل په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې چې چاودنه د برهان الدین رباني پوهنتون ته څیرمه شوې.

د راپورونوله مخې چاودېدونکي توکي په یوه ونه کې ځای پرځای شوي وو، کله چې د ملي امینت د چټک غبرګون قطعې منسوبینو موټر تیریده پرې چاودنه وشوه.خو د چټک غبرګون منسوبینو ته زیان نه دی اوښتي.

د دې برید مسولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.