سپینې ماڼۍ د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې وايي، روس پلوي بېلتونپالو د اوکراین په ختیځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته د درنو وسلو او ټانکونو کتارونه روان کړي دي.
د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې پرون په یوه بیان کې وویل، موږ د اوکراین په ختیځ کې د جګړو پر پراخېدو او همدا راز د دې راپورونو له کبله خواشیني یو چې د روسیې په مرستو او تجهیزاتو سمبال بېلتونپال د جګړې لومړۍ کرښې ته د درنو وسلو او ټانکونو کتارونه لېږدوي.
برنات میهان Bernadette Meehan وویل چې د نورو سیمو د لاندې کولو لپاره هر رازبه د اوربند د هغه تړون څرګند سرغړاوی وي چې په سپټمبرمیاشت کې په مینسک کې موافقه پرې وشوه.
مېرمن میهان له مسکوه هم وغوښتل چې یاغیانو ته د وسلو له ورکولو ډډه وکړي او د اوکراین له ختیځه خپل ټول سرتېري او وسلې وباسي.
مسکو د اوکراین ختیځ ته د پوځیانو او وسله د استولو تورونه رد کړي دي.
اروپايي ټولنې هم د اوکراین په ختيځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته د درنو وسلو د پوځي کتارونو پر لېږلو اندېښنه څرګنده کړې.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدېریکا موګیریني پرون په یوه بیان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکو له خوا په دې اړه د ورکړل شویو راپورونو په اړه اندېښنه وښوده.