د افغانستان مشرانو جرګې په کابل کې د نننیو امنیتي پيښوپه اړه اندېنښه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې باید د مخنیوي په برخه کې یې جدي اقدامات وکړي.
د جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د حکومت له خوا د نوي کابیني د اعلان ځنډیدو هم په هېواد کې د امنیت چارې ټکنۍ کړي دي.
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه چې حکومت باید د دوست او دښمن په اړه خپله پالیسي روښانه کړي، چې څوک دوست او څوک دښمنان دي.