شمالي کوریا: په توقیف کې ساتل شوي دوه امریکایان خوشې شول

شمالي کوریا هغه دوه امریکایان خوشې کړي چې په توقیف کې یې ساتلي وو.

د شمالي کوریا د ملي اطلاعاتو د ریس دفتر پرون وویل:

″متیو تاد میلر″ او ″کنیت بای″ امریکا ته روان شوې دي.

میلر او بای دوه کاله او اوه میاشتې د شمالي کوریا په بند کې وو. دوه څلوېښت کلن بای یو کوریايي ټبری مبلغ دی چې په پنځلس کاله شاقه کار محکوم شوی و.

څلورویشت کلن میلر هم په شپږ کاله بند او سخت کار محکوم وو.

د امریکا متحدو ایالتونو شمالي کوریا تورنه کړې چې له دې امریکایانو څخه یې په یو ډیپلوماټیکه لوبه کې د لاس د الې په توګه استفاده کړې، خو شمالي کوریا دا تور رد کړی دی.