زمر: د زندانیانو د دوسیو پر څيړنو په جدي توګه کار روان دی

چارواکي وايي، له هغه وخت نه چې ولسمشر د زندانیانو د دوسیو د څیړونو امر کړی؛ له دوه سوه څخه د ډيرو بندیانو په اړه پریکړې بشپړې شوي دي.

د محبوسینو په برخه کې د ولسمشر سلاکار خلیل زمر د شنبي په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ د ولسمشر محمد اشرف غني د له فرمان سره سم په دې برخه کې چټک اقدامات شوي؛ خو په ټاکل شوي پلاوي کې د کافي کسانو نشتون د دې لامل شوی چې دوی دې لا هم وروستي هدف ته ونه رسیږي.

د ښاغلي زمر په وینا، په دې کمیټه کې د اړونده ادراو څخه اوه غړي ټاکل شوي تر څو په هېواد کې د ټولو بندیانو دوسیی وڅیړي:

"یو سلو سپاړس کسان ازاد شوي او اتیا نورو کسانو ته تخفیف ورکړل شوی چې ویلای شو؛ تر اوسه د دوه سوو څخه ډيرې دوسیې څيړل شوي دي."

نوموړی وايي، د کسانو د کمښت له امله کار کم شوی؛ خو له ټولو اړونده ادارو یې غوښتنه کړي چې د څیړنو لپاره د خپلو استازو شمیر زیات کړي.

جمهور رییس محمد اشرف غني د کار د پیل په لومړیو ورځو کې د پلچرخي زندان ته ولاړ او له بندیانو سره یې له نږدې خبرې وکړې.

د بندیانو د شکایتونو له اوریدو ورسته ښاغلي غني یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د ټولو زندانیانو دوسیې له سره وګوري.

په همدې ډول یو بل پلاوی ټاکل شوی چې د بندیانو په اړه د پخواني جمهور رییس حامد کرزي اته صادر شوي فرمانونه وڅیړي؛ تر څو وګوري چې ایا عدالت په کې په سم ډول ټینګ شوی که نه؟

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو ملاتړي ادارې وایي؛ د بندیانو دوسیو د څیړولو سربیره د سراسري عدالت د ټینګښت لپاره باید په عدلي او قضایې ارګانونو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.

د افغانستان د بشر حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل ازادي راډيو ته وویل؛ په دې برخه کې د وړو کسانو ګمارل کولای شي؛ د ولسمشر غني د حکم د ښه عملي کولو سره مرسته وکړي:

"د دې ترڅنګ چې د دوی دوسیې څیړل کیږي؛ باید په اړونده ادارو کې اصلاحات هم منځته راشي او په عدلي، قضایي ارګانونو او پولیسو کارو وشي چې هغه هم پیاوړي شي؛ ځکه دا ادارې د بندیانو سره مستقیمې اړیکې لري."

دا په داسې حال کې ده چې په ډيرو زندانونو کې بندیان شکایت لري چې د دوی دوسیې په شفاف ډول نه څېړل کېږي او ادعا کوي چې له ټاکل شوې مودې څخه تر ډېر وخته پورې په زندانونو کې ساتل کیږي.

له همدې امله ډیر ځله بندیان د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کوي او په دې برخه کې د چارواکو د پاملرنې غوښتنه کوي؛ کوم چې نوي ولسمشر په دې برخه کې پرې کار پیل کړی او بندیان یې عملي کیدو ته د انتظار شپې تیروي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ