د م.م امنیت شورا د یمن پر پخواني ولسمشر او دوو قومندانانو بندیزونه لګولي

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يمن پر پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح او د ياغيانو پر دوو نورو قومندانانو په دې هيواد کې د امنيت د خرابولو په خاطر؛ بنديزونه لګولي دي.

د امريکا غوښتنه به چې پر دغه مشر او شيعه حوثي وسله والو قومندانانو دې د ويزې بنديز ولګول شي او شتمنۍ دې کنګل شي؛ سر له ننه تطبيق شي.

حوثي وسله وال قومندان عبدالخالق حوثي او عبدالله يحيي الحکيم به هم چې د يمن پر مرکز صنعا يې د سپټمبر د حملو مشري کوله؛ د دې بنديزونو څخه اغېزمن شي.

د ۲۰۱۲م کال د فرورۍ په مياشت کې چې صالح له خپلې دندې لري شو؛ واشنګټن وايي، ده د القاعده په مرسته د خپل سيال ولسمشر عبد ربوح منصور هادي د کمزوري کولو لپاره خلک وژل او حملې يې کولې.