د اسټراليا صدراعظم "ټوني اېبټ" نن وويل چې دی به د ماليزيا د لوېدلې الوتکې MH 17 په اړه د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوټين سره د پيکنګ په غونډه کې خبرې وکړي.
کريملين پرون دا خبره تايېد کړه چې پوټين به له اېبټ سره وويني. اېبټ د تېرې مياشتې راهيسې ژمنې کړي دي چې دی به د روسي ولسمشر سره په دې الوتکه کې د مړو شويو اسټراليايانو په اړه خبرې کوي.
ټاکل شوې ده چې دغه دوه مشران به په پيکنګ کې د نومبر په ۱۱مه د اسيا پسيفيک د اقتصادي همکاريو په غونډه کې سره وويني.
د پوټين د بهرنۍ پاليسۍ سلاکار يوري اوشاکوف وويل چې دا به لنډه کتنه وي.