په لغمان ولایت کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۸ بیلابیلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل؛ د پلچکونو، لارو، تالارونو او محافظوي او استنادي دیوالونو جوړول او د څښاک اوبو لپاره د څاګانو کیندل په دې پروژو کې شامل دي.
د ځواک په خبره دا پروژې د ملي پیوستون پروګرام له لارې تطبیق شوي چې زرګونه کسان ترې برخمن کیږي.