د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ټیم له مالیزیا سره سبا لوبه کوي

تمه ده سبا د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي ټيم له مالیزیا سره له اسیا نه نړیوال جام ته د غوراوي لوبه وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل؛ دا لوبه په کویټ کې د افغانستان په وخت د سهار په لس نیمو بجو پیلیږي.

د هوتک په خبره که افغان ټیم خپلې ټولې لوبې په دغه ټورنمنټ کې وګټي؛ د څلورم ځل لپاره به نړیوال جام سیالیو ته لار پيدا کړي.

افغان ټیم له دې مخکې درې ځل د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخیستې ده.