بغلان: په یوه ټرافیکي پيښه کې دوه کسان ووژل شول

په بغلان ولایت کې په یوه ټرافیکي پيښه کې دوه کسان ووژل شول.

د بغلان د دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي نن ازادي راډیو ته وویل؛ دا پيښه د یادې ولسوالۍ په قره احمد سیمه کې یوه سیند ته د کرولا ډوله موټر له لوېدو وشوه.

ښاغلي سرحدي د پيښې علت د موټرچلوونکي بې احتیاطی وبلله او ویې ویل د کرولا ډوله موټر یوه سورلۍ چې ښځه وه؛ د دې پيښې له امله تر اوسه پورې لادرکه ده.