اوباما: تر ۲۰۱۵ مخکې باید د داعش ډالې او ایبولا پرضد د مبارزې لپاره بودجه تصویب شي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له جمهوريت غوښتونکو او ډيموکراټانو وغوښتل چې د کال تر پاى مخکې دې د اسلامي دولت ډلې او ايبولا ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره بودجې تصويب کړي.

پرون په سپينه ماڼۍ کې تر منځمهالو انتخاباتو وروسته چې له مخې يې جمهوريت غوښتونکو په کې د کانګرس په دواړو جرګو کې زياتې څوکۍ ګټلي؛ د غرمې د ډوډۍ پر مهال ښاغلي اوباما له وکيلانو وغوښتل چې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو پرضد دې د روانو عملياتو لپاره د ده د ٥ مليارده او شپږسوه میليونه ډالرو په اندازه د پېشنهاد شوې بودجې ملاتړ وکړي.

په دې بودجه کې ١ مليارد او شپږسوه مليونه ډالره په عراق کې د ١٥سوه اضافي امريکايي پوځيانو ګمارلو ته ځانګړي شوي چې اوباما يې پرون اجازه ورکړه.

له دې سره به د امريکايي پوځيانو شمېر ٣زره او ١٠٠ ته ورسیږي چې د عراقي او د کردانو د پېشمرګه جنګياليو په روزنې او تجهيز بوخت دي.

اوباما دغه راز د ايبولا ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره د ٦ مليارده او سل مليونه ډالرو په ارزښت د عاجلې بودجې غوښتنه هم کړې ده.