د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شوو لسو افغانانو مړي کابل ته رانتقال شول

د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شویو لسو افغانانو مړي چې ښځې او ماشومان هم په کې وړ؛ د شنبې په ورځ کابل ته راولیږدول شول.

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې له الوتکې څخه د دغه مړو د راکښته کېدو پرمهال یو شمېر دولتي چارواکي او د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي حاضر وو.

د بهرنیو چارووزارت ویاند شکیب مستغني خبریالانو ته وویل؛ تراوسه له ترکيې څخه کابل ته په مجموع کې د دولسو افغانانو مړي هیواد ته لیږدول شوي دي.

ده وویل، د معلوماتو له مخې راوړل شوي مړي ټول د هرات ولایت اوسیدونکي دي.

ښاغلي مستغني داهم وویل؛ د افغان او ترکيې حکومتونو هڅې تیزې کړي چې د نورو ډوبو شویو مړي هم وموندل شي او هېواد ته ولیږدیږي:

"نن لس جنازې کابل ته ولیږدیدې.

د کورنۍ غړي یې هوايي ډګر ته راغلي او له خپلو مړو سره به هرات ته لاړشي.

د پیښې علت دا و چې په یوې کښتۍ کې له ګنجایش نه زیات خلک سپاره وو.

د ترکیې حکومت ژمنه کړې چې د نورو مړو د موندلو هڅې به جاري ساتي."

شاوخوا یوه اونۍ مخکې دوه څلویښت افغان چې غوښتل یې د ترکيې د تورې بحیرې له لارې ځانونه رومانیې ته ورسوي؛ په اوبو کې ډوب شول چې یوازې شپږ تنه په کې ژوندي موندل شوي او یوولس تراوسه هم لا درکه دي.

د مړو د کورنیو غړو ویل چې دوی هیڅکله هم حاضرنه وو؛ چې د کورنۍ غړې دې اروپا ته لاړ شي.

د هرات ولایت اوسیدونکي حاجې احمد جان چې د مړو پر تابوتونو يې ژړل وویل؛ ورور يې بصیر احمد نومېده، د خپلې مرمین او دوه ماشومان سره په دې پیښه کې مړ شوي دي:

"ورور مې کابوشل کاله په ایران کې اوسیده؛ په دې وروستیو کې یې ماته ټیلفون وکړ چې د ترکیې له لارې اروپا ته ځم؛ ما ډېر تاکید وکړ چې لاړ نه شي. له ده سره يې مېرمن او دوه ماشومان هم وو."

احمد جان په چیغو چیغو ژړل او ویل يې؛ افغانانو د انسان په قاچاق کوونکو مه تیروځئ او د اروپا په مینه ځانونه او اولادونه مه وژنئ.

د بهرینو چارو وزارت چارواکو وویل؛ په دې وروستیو کې ځینې افغانان هڅې کوي چې د ترکیې له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي او په ترکیه کې افغان سفارت ته سپارښتنه شوې چې د دې ډول سفرونو مخه دې ونیسي.

دوی وویل، دا سفر پټ او غیرقانوني و؛ ځکه يې مخه نه ده نیول شوې.

کارپوهان بهر ته د ځوانانو د غیرقانوني سفرونو لامل په هېواد کې اقتصادي ستونزې؛ ناامني او د کارنشتوالی ګڼي.

دوی تاکید کوي چې حکومت دې امنیت او کارموندنې ته جدي تدابیرونیسي.

او که نه نو دا ستونزه به نوره هم پراخه شي.

راپور: خان محمد سیند