ولسمشر غني: د کابینې په جوړولو کې د بېړې پرځای باید له دقت څخه کار واخیستل شي

ولسمشر محمداشرف غني وايي، د کابینې په جوړولو کې د بېړې پرځای باید له دقت څخه کار واخیستل شي.

ښاغلي غني د ولسمشر په توګه د لوړې په ورځ ژمنه کړې وه چې نوې کابینه به په یوه نیمه میاشت کې اعلان کړي. ده همداراز ډاډ ورکړی و، چې نوې کابینه به مسلکي وي. خو افغان ولسمشر پرون د ارګ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته په وینا کې وویل چې د وزیرانو په غوره کولو کې باید دقت وشي.

د پنجشنبې په ورځ د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وویل چې د ملي وحدت د حکومت کابینه به د افغانستان د ټولو وګړو استازې وي او غړي به یې صادق خلک او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.