د زابل ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ماشومانو د واکسین کمپاین پرون پیل شو.
د زابل د عامې روغتیا رییس لعل محمدتوخي وايي، د دې کمپاین په ترڅ کې چې نه ورځې دوام کوي د زابل د پنځو ولسوالیو ماشومان په دریو پړاوونو کې واکسینېږي:
"دا کمپاین د زابل په پنځو ولسوالیو کې جریان لري او د نهو ورځو لپاره او د اکسلرېشن یا تشدیدي کمپاین په نوم دی. درې رونډه لري چې یو اوس دی، بل یوه میاشت وروسته او دریم یې هم یوه میاشت وروسته، ټول د دریو میاشتو لپاره."
د کمپاین غړو او ډاکټرانو د زابل له خلکو غوښتي چې له بېلابېلو ناروغیو د ژغورنې لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.
له دې مخکې د پولیو پرضد د مبارزې د کمپاین په ترڅ کې د زابل ماشومانو ته واکسین ورکړل شو. د راپورونو له مخې په دې ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج کومه مثبت مورد نه دی لیدل شوی.