د افغانستان او پاکستان د کرکټ الف ټیمونه به د راتلونکې شنبې په ورځ یوه شل اووریزه لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل؛ د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ لوبډله غوره شوې او لوبه به په پاکستان کې کېږي.
د دې لوبې بهیر به د افغانستان او پاکستان د سیمه ییزو ټلویزیوني چینلونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپور شي.
کرکټ بورډ دا لوبه په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان د ټیم لپاره یوه په زړه پورې تجربه بولي او وايي چې د هېواد د ملي لوبغاړو پر وړتیا به مثبت اغېز وکړي.
له بلې خوا تمه ده، سبا په کویټ کې افغان نولس کلنه لوبډله د اسیايي ټیمونو تر منځ د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ پیل له مالیزیا سره وکړي.
د دغو ټیمونو اتل به د ۲۰۱۶ کال نولس کلنو نړیوال جام ته لار پيدا کړي.
افغان ټیم له دې مخکې درې ځل د نولس کلنو په نړېوال جام کې برخه اخیستې ده.