د خیبر پښتونخوا په مومند اېجنسۍ کې چاودنو شپږ کسان وژلي دي

په مومندو اېجنسۍ کې پرون شپږ کسان وروسته له هغه ووژل شول چې یو میني بس او یو موټرسایکل د سړک پرسر پر ایښودل شویو ماینونو والوتل.

په دې پېښه کې درې نور کسان ټپیان شول.

په لومړۍ چاودنه کې د سولې د سیمه ییزې قومي کمیټې د یوه مشر د زوی موټرسایکل په نښه شو. د سولې د کمیټې رضاکاران د وسله والو پرضد د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

په دوهمه چاودنه کې یو مسافر وړونکی میني بس د سړک پر غاړه پر ایښودل شوي ماین والوت چې پنځه کسان پکې ووژل شول.

جماعت الاحرار چې له تحریک طالبان پاکستان څخه بېله شوې ډله ده، د دواړو چاودنو مسوولیت منلی.